ویرگول
ورودثبت نام
Alla mohammad akbari
Alla mohammad akbari
Alla mohammad akbari
Alla mohammad akbari
خواندن ۲ دقیقه·۴ سال پیش

د کاپیسا ولایت

د کاپیسا نقشه
د کاپیسا نقشه

كاپيسا د افغانستان يو له شمال ختيځو ولايتونو څخه دى، چې له شمال څخه يې پنجشېر، له لوېديځ څخه پروان، په سوېل كې یی كابل او ختيځ ته يې لغمان موقعيت لري. محمود راقي د دې ولایت مرکز دی. دا ولایت د اندازې له مخې د افغانستان تر ټولو کوچنی ولایت دی او ۷ ولسوالۍ لري، چې محمود راقي، نجراب، تګاب، اله سای، کوهبند، حصه اول کوهستان ،حصه دوم کوهستان ولسوالۍ دي.

ویل کیږی چې کاپیسا یو وخت کې د کنشکا په دوران کې د افغانستان پلازمینه هم وه ، د دې ولایت مساحت یې ۱۸۴۲ کیلومتره مربع ته رسېږي،که څه هم دا یو تر ټولو کوچنی ولایت دی خو تراکم د نفوس یی له کابله وروسته دوهم دی د دې ولایت اقلیم په دوبي کې معتدله او په ژمي کې سړه وي کاپیسا د اوبو له لحاظه هم غنی ده چې ډېر خوړونه سیندونه کاریزونه‌ او چینې لري په دې ولايت کې د ونو محصولات ، انګور، بادام، زردالو او انار دي، چی مشهوره یی دتگاب انار دي چې يو شمېر يې هر کال بهرته صادرېږي او دغه محصولات په افغانستان کې ډېر مينه وال لري.
دا ولایت ډېر لرغوني ځایونه لري. د کوهستان په لومړۍ برخه کې د خمزرگر‌ ساحه د عبدالله برج چې د یونانیانو د وخت پکې د ترمیم چارې په سترگو‌لیدل کیږی د دې ولایت په مرکز کې ریگ روان چې یو له عجیبو ځایونو څخه دی او د ځايي خلکو په‌ وینا ریگ یی چی هرڅومره دغره له سره وښوییږی په سبا یی بیرته خپل ځای ته ځی او د همدی کبله ورته ریگ روان ویل کیږی او د دې ترڅنگ یو مزار ده دامام ابوحنیفه غازی په نامه چی څنگ کی یو غار دی چی تر اوسه چا آخر سر یی نه دی لیدلای او په زرګونو سيلانيان یې راجلب کړی صیاد چې په دغه ولایت کې لرغونی تاریخ لري، په دې ولایت کې د اوړي په ورځو کې د زرګونو کسانو د تفریح ​​ځای دی، د مرغانو ښکار د دغه ولایت یو له پخوانیو دودونو څخه دی او د دی ولایت اکثریت خلک کروندگر او په څنگ کې ښکاریان دي.

د دغه ولايت ځينې سيمې غرنۍ دي، خو لا هم ډېرې کرنيزې ځمکې او باغونه پکې شتون لري. غنم، لوبيا، جوار د دغه ولايت کرنيز محصولات دي. پښتانه، تاجک او پشه یي قومونه په دې ولایت کې ژوند کوي او د دوی ترمنځ ځانګړې ورځې نمانځل کیږي.
دکاپیسا ولایت /ولایت کاپسا/ دافغانستان کوچنی ولایت /دکاپیسا خلک/مردم کاپیسا/اقلیم د کاپیسا/اقلیم کاپیسا/آب و هوای کاپیسا/کاپیسا باستان/کاپیسا مساحت/ریگروان دکاپیسا/کاپیسا نقشه /دکاپیسا خلک.


۱
۱
Alla mohammad akbari
Alla mohammad akbari
شاید از این پست‌ها خوشتان بیاید